د افغانستان کرکټ بورډ په پکتيکا کي د پاکستان له خوا د کرکټ د محلي لوبغاړو د وژل کېدو وروسته د پاکستان سره خپل شل اوريزي سيالۍ لغوه اعلان کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ مشر د پکتیکا وروستۍ خونړۍ پېښه د افغان ورزشکارانو، لوبغاړو او د کرکټ د کورنۍ له پاره یوه ستره ضایعه بللې ده.
هغوی د وژل سوو کسانو کورنیو او د پکتیکا له خلګو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړې ده.
د کرکټ بورډ په وینا، د پاکستان د برید له امله او د قربانیانو د درناوي په پار، پرېکړه سوې چي د پاکستان پر وړاندي راتلونکي شل اوریزي لوبي، چي ټاکل سوې وه، د نومبر میاشتي په وروستیو کي ترسره سي لغوه دي.
همدارنګه، افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چي په یادو درې اړخیزه سیاليو کي به ګډون نه کوي.