افغانستان پېژندنه

۲برخه

د افغانستان پېژندني لړۍ به د څراغ ټلوېزيون ځانګړې لړۍ وي چي د ځوان نسل د فکري روښانتيا په موخه خپرېږي، ستاسي د وړانديزونو او لوستلو په هيله…

تر اسلام وړاندي د افغان د نامه په باب همدا درې لرغوني ساساني، هندي، چيني سندونه لرو او تر دې وروسته په اسلامي دوره کي د دې نامه ياد په درې او عربي کتابونو کي په مکرر ډول راځي چي ډېر زوړ ياد يې په “حدودالعلم” کي دی چي په دې کتاب کي د عبدالجبار عتبي په “تاريخ يميني” کي “افغان” د سبکتگين او د ده د کورنۍ په عصر کي په وارو – وارو ياد کړی ان چي ابن اثير په الکامل کې هغه د ابغان په زړه املاهم ليکي، ترې راوروسته مورخانو لکه فخر مدبر په اداب الحرب والشجاعه، قاضي منهاج سراج جوزجاني په طبقات ناصري، حمدالله مستوفي په تاريخ گزېده او محمد قاسم فرشته او نوروهم “افغان” او “اوغاني” قبايل په وارو – وارو ياد کړی دي.

همدا راز د افغانستان د کلمې په باب هم ويلای سو چي دا داسي نوی نوم نه دی چي د احمدشاه ابدالي په وخت کي دې جوړ سوی وي، بلکه تر ده په پېړيو وړاندې يعني ( ۷۰۰ ) کاله مخکي هم موجود او داستعمال وړ او موږ د سيفي هروي په تاريخ هرات کي چي د ۷۲۱ ه‍ ( ۱۳۲۱ )ع کال شا او خوا تاليف سوي وينو چي همدا د افغانستان ختيځي سيمي يې د سند تر څنډو پوري د “د افغانستان” په نامه بللې او له دې نه هيواد د غزنويانو او غوريانو د سياسي وحدت له دورنه د چنگيزيانو د تېريو له امله د تجزيې او ورانۍ په لور روان و، د افغانستان نوم هغه وخت هم موجود وخو دومره پراختيا يې نه درلوده لکه د احمدشاه بابا په وخت کي يې چې ترلاسه کړه.

د هرات دتيموريانو په وخت کي مولانا کمال الدين عبدالرزاق سمرقندي هروي چې په ۸۱۶ ه‍ ) ۱۴۱۳ ) کال په هرات کې زېږيدلی او د هرات د دربار د پوهانو، مورخانو قضا او سياست له کسانو څخه و خپل د “مطلع سعدين او مجمع بحرين” تاريخ په ۸۷۵ ه‍ ( ۱۴۷۰ ع)کال وليکه، دی هم په خپل کتاب کي افغانستان په همهغه جغرافيايي وسعت چي سيفي پېژانده و وارو – وارو يادوي چي د هرات د تيموريانو د لوی هيواد خراسان يوه برخه و او معين الدين اسفزاري هم په روضات الجنات کي افغانستان په وارو – وارو ياد کړی دی.

کله چي بابر په ۹۳۲ ه‍ ( ۱۵۲۶ )ع کال له افغانستان نه د هند په لور ولاړ او په ډيلي کي يې د هند د مغولو امپراتوري جوړه کړه نو دال بابر په اکثرو تاريخونو کي وينو چي همدا د افغانستان نوم په همهغه واړه جغرافيايي مفهوم موجود او مستعمل دی او د دې سيمي خلک تل د هند د تيموريانو او دايران د صفويانو د يرغلگرو امپراتوريو په مقابل کي د خپل ژوند او ازادۍ د ساتلو په جگړه بوخت دي – څو چي په همدې افغانستان کي ددووپېړيو د اوږده مقاومت او مقابلې په نتيجه کي د ميرويس او احمدشاهد مېړنيو قيامونو په وسيله يو ځل بيا ددې خاوري په سياسي وحدت، بيا احياء او دلوي افغانستان په جوړولو بريالي سولاو دادی موږ اوس د افغان يو زر اووه سوه کلن او دافغانستان اووه سوه کلن وياړ من نومونه د خپل ملي وحدت او تاريخي سوابقو د وياړ وړ پيل او مبداء په توگه پېژنو.

افغان

د افغان کلمه د لرغوني افغانستان د اوسېدونکو لپاره له پخوا راهيسې دود ده . د افغان او پښتون کلمې په ډېرو ځايونو کي په مترادفه (هممانيزه) توگه کارېدلي دي . د پښتون کلمه د (پکت) او (پکتويکي) له مفاهيمو څخه اشتقاق سوې ده، (پکتوکي) يا (پکتويکي) يوولس گونو آريايي ټبرونو نه يو ټبر دی، چي د پښتون له کلمې سره سمون لري. دغه مطلب د پروفيسور ډورن (Dorn) په آند ، د هېرودوټس په کتاب (Istorii) کي راغلی دی . او ويلي ېې دي چي اوسينی پښتون او افغان د همدغه (پکت) له کلمې نه جوړ سوی دی. د هيرودوټس (Herodotus) په ارزښتمن اثر د (گندهارا رپوټ) کي راغلي دي چي د (کسپاتورس) ښار ، ياني (پېښور ) په دغه پکتويکي کي موقعيت لري .

پروفيسور گارډون (Gordon) هم دا مني او تائيدوي چي پښتانه د ( پکتيکوس) يا (پکتويس ) له نسله دي. په لرغونو شرقي آثارو کي معمولاً د (افغان) او (پښتون) ترمېنځ کوم توپير نسته دا ځکه چي ددغه ټاټوبي اوسېدونکي ټول پښتانه (افغان) ؤ، او د دوی تر اړخ نور واړه واړه ټبرونه راټول او ځانو ته يې د افغانانو خطاب وکړ. دا په دې مانا ده چي اصل او اساس د دې کلمې له پاره هماغه آريايي د (پکت) يا (پکتويکي) ټبر موجوديت دی ، موږ د (پښتون ) او د (افغان) کلمې يو دبل څخه نه سو بېلولای ، خو دا جوته ده چي پښتنو قومونو ځانته (افغان) وئيل ، او پښتون قوم ېې د افغان په نامه پېژانده . دې خلکو خپله نظريه په دې بنسټ قايمه کړې ده چي پښتون افغان دی ، او دا لفظ د ټولو پښتنو لپاره وکارېده. دې نامه دومره پراختيا او عموميت وموند چې د ټول پښتون قام نوم افغان وگرځېد او هغه ټول خلک د افغان په نامه مشهوره شول. افغان د پښتنو يو ملي نوم دی ، نه قومي او تاريخي د پروفيسور مورگن ستيرنه په عقيده (افغان) د دغې اصطلاح نوې بڼه او پښتون ېې کلاسيکه بڼه بولي ، او پختون (پښتون) د شمال ختيځو سيمو د اوسېدونکو د محلي گړدود دی. دی هم د بېلي(Baily) پشان تائيدوي چې Kht خت وروستی ډياليکتيکي بڼه ده او Sht (شت) احتمالآ هم د يونان Kt نه منل شوی دی. او په دې دليل د دغو غږونو ورته والی او يووالی ردوي، خو دا څرگنده ده چې پښتون (پختون) له (پکتيوس ) سره گډه ريښه او ټينگه اړيکه لري هنري بېلو(Henry Bellow)، هېنري لوونتال (Henery Lowental)، اولف کارو او د آف اېنډيا سروې کتاب مولف جورج گريرسن (George Grerson)، د هیرودوټس (پکت)، (پکتويس) او پکتويک (پکتيکا) او (پختويس) په عبارتونو کي دا الفاظ په ترتيب د نننۍ (پختونخوا) او (پښتون) د کلمو معادل بولي، څومره چې مالومه ده د (افغان) کلمه د (اوغان) له کلمې نه معربه ده، چې د اسلام ا عربو په دوره کي د (اوغان) پر ځای د ليکوالو له خوا ليکل شوې ده . (اوغان) يا (افغان) د پښتنو د ټبر ډېر پخوانی نوم دی، چې د پکت يا پښت يا پښتون هممانيزه دي . او د پښتون د ټبر لپاره د پخوا نه استعمالېده . دا يوه پخوانۍ آريايي کبمه ده . دغه کلمه د (افغان) په بڼه هم راغلې او بيا ېې زيات شهرت او پراختيا موندلی ده . دا شهرت دومره زيات او عام شو چې ، دا نوم په دوولسمه هـ لمريزه پېړۍ کي د افغانستان د ټولو پښتنو او نورو اوسېدونکو نوم وگرځېد . د (افغان) د لفظ په باره کي د يو شمېر څېړونکو عقيده دا ده چې دا تر ټولو د مخه د ايران د (نقش رستم) په هغې کتيبې کي راغلې ده چې په درېيمې زېږدي (ميلادي) پېړۍ کي د ساسانيانو د يوه واکدار ، لومړي شاه پور ، په هدايت او حکم په پارتي او يوناني ژبو ليکل شوې ده، (دشپرنگ لنگ) يا (دشپرنگ لن) په خپلې هغې مفصلې ليکنې کي چې سرليک ېې (( لومړيشاه پور د زردشت پر هديره باندې )) دی ، د دغې کتيبې د تشريحاتو په ترڅ کي يو ځای ليکي چې دی ، د دې کتيبې د (ابگان) يا (اوگان) کلمې ته معاصر (افغان) له نامه نه بل غوره معادل نه شي پيدا کولی څينې نوميالي پوهان بيا په دې عقيده دي چې د (افغان) نوم د لومړي ځل لپاره يوه لرغوني هندي منجم (وراهه ميهيرا) د (اوگان) په بڼه يد کړی دی. (اچ کرن) چې (براټ سنهتيا) ېې آن په کال ۱۳۴۸ هـ.. ل. (۱۸۶۹ ز. ) کي په انگرېزي ژباړلی دی. د (اوگان) وی ېې د (افغان) په بڼه ليکلی دی. دا داسې مانا لري چې (کرن) بيخي باور درلود چې د (وراهه ميهيرا ) د اوگان وی د افغان سره کټ مټ يو شی دي. (جورج گرېسن ) هم وايي چې ده وراهه میهیرا د اوگانه لفظ په ډېر ډاډ سره د (افغان) له کلمې سره يو شی گڼل شوي دي. الکسانډر کننگهم د هند په لرغوني جغرافيه کي اوپوکين يا افغان تر سرليک لاندې يوازې يو ځل په يو لنډ عبارت کي ياد کړی دی. او د هغه موقيعت د (Fa-La-na) لمنه يعنې بنو او غزني تر مېنځ د بنو شمال لوېديځ او د غزني جنوب غرب تخ ښودلی دی، کننگهم خپله په دې باور دی چې د هيون تسنگ د اپوکين مطلب هرومرو افغان دی. ځکه د چیني ژبو په هجايي حرکاتو (سېلابونو) کي د (افغان) لفظ له دې په زياته څرگندتيا نه شي اداکېدلای . دا د افغانانو تر ټولو نه لرغونې يادونه ده . د آخوند دروېزه مخزن الاسلام کي هم د پښتون د کلمې ياد په کراتو شوی دی د (ابگان) او (اوگان) له پاره معاصر (افغان) پرته ، لیکونکي کومه بله غوره کلمه نه شي موندلای . نو ټولې هغه کلمې چې په لرغوني حالت شته ، د (افغان) کلمه ترې نه اشتقاق کېدای شي. که د ساساني عصر (اپگان) او (اوگان) ته اعتبار ورکړو، نو په هغه صورت کي به دا ډېر لرغونی سند وي، چې دغه نوم په کي یاد شوی او د میلادي درېيمې پېړۍ نه راوروسته د استعمال ځای لري. تر کومې اندازې چې معلومه شوې ده د(افغان) کلمه د لفظ (اوغان) نه معربه ده چې په اسلامي دوره کي د مؤرخینو له خوا د پښتنو له پاره کارول شوی ، ابو نصرمحمد عبدالجبار العتبي په تاریخ يمني کي په څرگند ډول دا لیکي چې په (افغان) کي د (اوغان) تعریب دی په اسلامي مؤرخینو کي ابو ریحان البېروني ، فردوسي طوسي ، ابوالفضل بیهقي ، منهاج السراج، او داسې نورو مؤرخینو هم د افغان نوم بيا بيا د دې خلکو (پښتنو)له پاره کارولی دی . سره له دې په اتمه هجري پېړۍ کي داسې مؤرخین هم ؤ ، چې هغه لرغونی لفظ (اوغان) ېې کارولی دی ، لکه ظفرنامه ، ملفوضات، تېموري مطلع السعدین او نور.

سنسکرېټ په لرغونو لغاتو کي (اب گائن) د يوداسي قوم د پاره کارول شوی دی چې موسیقي نه لري ، احتمال لري چې دا لفظ به د پښتنو لپاره استعمال شوی وي . او وروسته به هم دغه لفظ د زمانې په تېرېدو سره به په افغان اوښتی وي، مشهور چیني سېلانی هیون تسنگ هم د (نقش رستم) د کتيبې په شان د سلېمان غره په لړ کي د (اې – پې ـ گان) په نامه د ځينو خلکو يادونې کړي . دا ټول لفظونه یعنې (اسواغان، اب گائین، اپاکان او اې پې گان) د لفظ افغان سره ډېره نژدېوالی لري او امکان لري چې ددې لفظونو ريښه هم د ارمني ژبې لفظ (اوغان) وي . ددې نه دا قياس او اټکل کېدای شي چې د لومړي شاه پور په منصبدارانو کي په دې لفظ (اوغان ـ ابگان ـ افغان) موسوم ځينې خلک موجود وو، او دا نوم به په اغلب گمان دوی د خپلو غرنیزو سیمو په وجه ايښودلی وي . عبدالحی حبیبي د خلکو او عامه ذهنيتونو د روښانولو په خاطر ، او د هغوی د سیمې لارښوونې لپاره د شک او تردید د ورکولو په خاطر د (افغان) کلمه ښه راڅپړلې ، او وايي چې د (افغان) کلمه يوزرواووه سوه ۱۷۰۰ کاله لرغونتوب د تاریخي اسنادو، شواهدو، او لاسوندونو په رڼا کي لري . د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او د آسيا په زړه کي تر ټولو تاریخي ، اقتصادي، او ټولنیزو شرايطو لاندې يو نه بېلېدونکی واحد جوړ کړی او يو غښتلی، لرغونی او ملي اسالت لري. د افغان نوم په تاريخ کي اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کي د هلمند او سندهـ د دوؤ لويو سیندونو تر مېنځ په همدې نامه ، همدې خلکو ژوند کاوه. د افغان کلمه چې تر دا اوسه پورې په عملمي اثارو کي لیدل شوې ده د هغو ټولو مېشتو وگړو نوم دی چې د تاریخ په اوږدو کي ېې په آريانا ، خوراسان، او افغانستان کي ژوند کړی دی . د افغانانو څانگې او ډلگۍ ډېرې دي ، خو دوی ټول افغانان او د واحد افغان ملت بچيان دي . موږ د اسلام نه دمخه د افغان د کلمې په باب همدا ياد شوي درې لرغوني سندونه لکه ساساني ، هندي، او چينايي لرو او لدې نه وروسته په اسلامي دوره کي ددې نامه ياد د (دري) او عربي ژبو په اثارو کي په مکرر ډول راځي چې ډېر زوړ ياد ېې په حدود العالم کي دی . چې په نهه سوه اودوه اتيا ۹۸۲ زېږيز کال کي د جوزجان د آلفريغون له کورنۍ او يا مربوطينو نه گڼې لیکلي ېې دي . پدې کتاب کي د عبدالجبار العطبي په تاریخ يمني کي فغان د سبکتگین او دده د کورنۍ په عصر کي په وار وار ياد کړی. آن چې ابن اثیر په الکامل کي هغه د ابغان په زړه املا هم لیکلې، بيا وروسته نورو مؤرخانو لکه فخر مدبر په آداب الحرب و الشجاعه ،قاضي منهاج السراج جوزجاني په طبقات ناصري حمدالله مستفي، په تاریخ گزیده او محمد قاسم فرشته او نورو هم افغان او اوغاني قبايل په وار وار ياد کړي دي .

لومړۍ برخه دلته