الاقصیٰ جومات د روژې په لومړۍ شپه د تراویحو لپاره د ۳۵ زرو فلسطینیانو کوربه و
د روژې د مبارکي میاشتي په لومړۍ ورځ زرګونه فلسطینیان د اشغال سوي ختیځ بیتالمقدس په الاقصیٰ جومات کي د شپې د تراویحو لمونځ ته ورټول سول.
د بیتالمقدس د اسلامي اوقافو ادارې، چي د فلسطین رسمي خبري آژانس «وفا» یې له خولې خبر ورکړی، ویلي چي نژدې ۳۵ زرو فلسطینیانو په الاقصیٰ جومات کي تراویح ادا کړه. خو عیني شاهدانو ویلي چي اسرائيلي ځواکونو ډېر ځوانان جومات ته له ننوتلو منع کړل او لږ تر لږه یو فلسطینی یې د «باب الزاهره» دروازې ته نېژدې وواهه او وروسته یې ونیو.
کله چي د ملګرو ملتونو له ویاند څخه وپوښتل سول چي ولي اسرائيلي ځواکونو سلګونه فلسطینیان د لومړۍ تراویح لپاره جومات ته له ننوتلو منع کړل، هغه وویل: «موږ په بیتالمقدس کي د سپېڅلو ځایونو هر ډول پارونه جدي اندېښمن کوي.»
الاقصیٰ جومات د مسلمانانو درېیم سپېڅلی ځای بلل کېږي. یهودان دغه سیمه «هیکل غر» بولي او دعوه کوي چي په پخوانیو زمانو کي هلته د دوی دوه معبدونه موجود ول.
اسرائیلو په ۱۹۶۷م کال کي د عرب ـ اسرائیل جګړې پر مهال ختیځ بیتالمقدس اشغال کړ او په ۱۹۸۰م کال کي یې ټول ښار له ځانه سره یوځای اعلان کړ، خو نړیوالې ټولني دا اقدام نه دی منلی.
وروسته له هغه چي تېر اکتوبر د فلسطیني مقاومت ډلې حماس له لوري پولهاوښتی برید وسو، اسرائیلو پر غزې سخت پوځي عملیات پیل کړل. له هغه راهیسي په اشغال سوي لوېدیځې غاړي کي هم تاوتریخوالی ډېر سوی دی.
د ځایي روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه لږ تر لږه ۴۲۰ فلسطینیان وژل سوي او څه باندي ۴۶۰۰ نور ټپیان دي.
اسرائیل په نړیواله محکمه (ICJ) کي د نسلوژني په تور تورن سوی دی. محکمې د جنورۍ په موقتي پرېکړه کي له تلابیبه وغوښتل چي د نسلوژني کړني ودروي او دا باوري کړي چي غزې ته بشري مرستي ورسېږي، چيري چي تر ۳۱ زرو ډېر کسان وژل سوي.