العربیه الحدث د یوې اسرائیلي امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی

العربیه الحدث د یوې اسرائیلي امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی، چي د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه ای اوس مهال په ايران کي نسته.
د راپور له مخي، مجتبی خامنه‌ای شاوخوا پنځه میاشتي مخکي، د علي خامنه‌ای له وژل کېدو وروسته د ایران د مشر په توګه ټاکل سوی، خو له هغه وخت راهیسي نه د هغه انځور او نه هم ږغيز پیغام خپور سوی دئ.
راپور زیاتوي چي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي، په دې موده کي ئې مجتبی خامنه‌ای نه دئ لیدلی او د خبرو اترو اړوند راپورونه یوازي د څو محدودو کسانو له لاري ورته رسېدلي دي.

د الحدث په وینا، هغه اعلامیې چي په دې موده کي د مجتبی خامنه‌ای په نوم د ایران له دولتي ټلوېزیونه خپرې سوي، د راپور له مخي د سپاه پاسداران نوي قوماندان احمد وحیدي او د سپاه نورو غړو چمتو کړي دي.
تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د ايران دولت څه نه دي ويلي.