المان هغو افغانانو ته ویزې ورکوي چي د منل‌کېدو لیک ئې ورکړی وي

د المان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو اعلان کړی، چي که څه هم د افغانانو له پاره د فډرالي منلو پروګرام نور نه‌غځېږي، خو هغه کسان چي مخکي ورته د منلو ژمنه ورکړل سوې، خپلي ژمني عملي کوي.
د المان حکومت ويلي دي، چي خپلي پخوانۍ ژمني ته ژمن پاته کېږي او د هغو کسانو له پاره چي مخکي ئې د منلو ليک تر لاسه کړی وي د ویزې ورکولو بهیر دوام لري.
بايد وويل سي، چي د ۲۰۲۵ کال د جون تر میاشتي پوري، شاوخوا ۲۳۰۰افغانان چي په المان کي د منل‌کېدو لیکونه ئې ترلاسه کړي، لا هم په پاکستان کي بند پاته دي او تر اوسه آلمان ته نه‌دي رسېدلي.