د المان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، د مجرم افغان کډوالو افغانستان ته د لېږدولو له پاره باید د برلین افغان قونسلګري ط..البانو ته وسپارل سي.
هغه دا څرګندوني د یوې الماني رسنۍ سره د مرکې پرمهال کړي دي او ویلي ئې دي چي د دې موضوع په هکله د المان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم موافقه سوې ده. دوبرینت ټینګار کړی چي د قونسلګرۍ سپارل د ط..البانو په رسمیت پېژندلو په مانا نه ده.
د هغه په خبره چي ط..البانو سره هېڅ ډول رسمي توافق نه لري، له همدې امله دوی نه سي کولای یاد مهاجرین بېرته افغانستان ته واستوي یا ئې د توقیف موده په المان کي وغځوي.
د المان د کورنیو چارو وزیر وايي: ((یوه لویه ستونزه چي زه په خبره یم او باید حل سي، دا ده چي موږ څنګه کولای سو هغه افغان کډوال چي جرم لري په مناسب ډول وشړو؟ تر هغو چي توافق ونه لرو، نه سو کولای څوک افغانستان ته واستوو او نه هم د اخراج له پاره د نیول سوو کسانو د بند موده غځولای سو.))