امرخېل: پاکستان د اسرائیلو په څېر بريدونه کوي

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل د‌ جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د پاکستاني جيټ الوتکو له خوا پر کابل بريد ته په اشاره ويلي، چي دغه ډول بريدونه د افغانستان پر حريم باندي په ښکاره ډول تېری دئ.
هغه ويلي پاکستان د اسرائیلو په څېر پر مسلمانانو باندي بريدونه کوي.
امرخېل د نړۍوالي ټولني غوښتي چي د پاکستان د دغو بريدونو په اړه دي چوپه خوله نه پاتېږي او د پاکستان څخه دي وضاحت وغواړي