امريکا ايران ته تر راتلونکي دوبي پوري د اتومي پروګرامونو د محدودولو وخت ورکړی

امريکا ايران ته تر راتلونکي دوبي پوري د اتومي پروګرامونو د محدودولو وخت ورکړی
امريکا متحده ايالاتو ته نژدې سرچينو رسنيو ته ويلي چي واشنګټن ايران ته تر راتلونکي دوبي پوري وخت ورکړی، چي خپل اټومي پروګرامونه محدود کړي.
د نړۍوالو رسنيو په حواله د دې مهلت د پای ته رسېدو وروسته، کېدای سي د ايران پر اټومي تأسيساتو پوځي اقدام وسي.
د نړۍوالو رسنيو د راپور د مخي امريکا د اسرائيلو سره په همغږۍ چمتو ده چي د ايران کليدي اټومي تأسيسات په نښه کړي او د دې عملياتو له پاره به د B-2 الوتکو څخه کار واخلي.
له بلې خوا، د امريکا د خزانې وزارت د بريتانيا، فرانسې او جرمني سره په ګډه پر نوي بنديزونو کار کوي او ويل کېږي چي پر چين فشار راوړل کېږي څو د ايران د تېلو واردات ودروي، چي دا هم د دې ستراتيژۍ يوه برخه ده.