د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۵ ميلادي کال له پاره د انساني قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کي ويلي، چي په افغانستان کي ط..البان کم عمره هلکان د جګړې له پاره په خپلو ليکو کي داخلوي.
دغه وزارت ويلي، چي ط..البان دغه کم عمره هلکان يوازي د جګړې له پاره نه ؛ بلکي د خپل جنسي استفادې له پاره هم کاروي.
په راپور کي ويل سوي، چي ط..البانو تر ۱۸ کلنو کم عمر لرونکي هلکان د جعلي اسنادو په جوړولو سره په خپلو ليکو کي داخلوي او استفاده ورڅخه کوي.
د ط..البانو مشر م.لا هب.ت الله امر کړی، چي کم عمره هلکان دي نظام کي نه داخلوي؛ خو ط..البان د هغه د امر څخه په ښکاره سرغړونه کوي او د کشرانو هلکانو څخه استفاده کوي.