امریکا خپلو يو شمېر کارکوونکو ته د سعودي عربستان څخه د وتلو امر کړی
د امریکا حکومت په سعودي عربستان کي د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له امله خپلو غیرضروري کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته له دغه هیواده د وتلو لارښوونه کړې ده.
په ریاض کي د امریکا سفارت د پنج شنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چي د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې د پراخېدو احتمال سته.
د سفارت په وینا، د حوثیانو وروستیو توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو د ملکي وګړو ژوند او د سعودي عربستان مهم بنسټونه له ګواښ سره مخ کړي او په هوايي سفرونو کي ئې هم ستونزي رامنځته کړي دي.
سفارت زیاته کړې، چي د امنیتي اندېښنو له امله اوس په سعودي عربستان کي د امریکا حکومتي کارکوونکي د دغه هیواد د هر هوايي ډګر د کارولو له پاره ځانګړي اجازې ته اړتیا لري.
امریکايي ډیپلوماټیکي استازولۍ په سعودي عربستان کي له مېشتو امریکايي وګړو غوښتي، چي د هوايي ډګرونو د کارولو پر مهال احتیاط وکړي او تر سفر مخکي د خپلو الوتنو د وضعیت په اړه له هوايي شرکتونو سره معلومات شریک کړي.