امریکا د منځګړو له لاري ایران ته خبرداری ورکړی، چي که په هرمز تنګي کي پر سوداګریزو بېړیو بریدونه دوام وکړي

امریکا د منځګړو له لاري ایران ته خبرداری ورکړی، چي که په هرمز تنګي کي پر سوداګریزو بېړیو بریدونه دوام وکړي، واشنګټن به پوځي غبرګون وښيي.
العربیه د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چي امریکا له ایرانه غوښتي په لیکلي او ښکاره ډول ژمنه وکړي، چي په هرمز تنګي کي به سوداګریزي بېړۍ نه په نښه کوي.
د راپور له مخي، د سپیني ماڼۍ چارواکو د منځګړو له لاري تهران ته ویلي، د بېړیو پر ضد هر ډول برید به دسخت غبرګون سره مخ سي او امریکا به د کښتۍ چلوني د ازادۍ پر وړاندي هر ډول ګواښ ته چوپ پاته نه سي.

امريکا ايران ته دا خبرداری پر داسي مهال ورکړی، چي په وروستیو ورځو کي د هرمز تنګي د امنیت پر سر د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، د امریکا پوځ د ایران په پنځو ولایتونو کي پوځي بریدونه کړي دي.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د دغه هیواد وسله‌وال ځواکونه د ساحلي سیمو او جنوبي ټاپوګانو پوځي تحرکات له نژدې څاري.