امریکا د کانګرس د ډيموکراټ ګوند ۶۱ استازو د دغه هیواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په استولي لیک کي د ټرمپ

امریکا د کانګرس د ډيموکراټ ګوند ۶۱ استازو د دغه هیواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په استولي لیک کي د ټرمپ پر حکومت سختي نیوکي کړي او ویلي ئې دي چي د ملي ګارد پر سرتېرو د یوه افغان د برید له پېښي څخه سیاسي او تبعیضي ناوړه ګټه اخیستل کېږي.
یادو استازو ټینګار کړی چي د یوې فردي پېښي له امله د افغان کډوالو پر وړاندي ډله‌ییز چلند او مجازات نه یوازي ناعادلانه دي، بلکي د امریکا بنسټیز ارزښتونه هم تر پوښتني لاندي راولي.
د دوی په وینا، دا ډول اقدامات د امنیت د ټینګښت پر ځای وېره، نفاق او بدبیني زیاتوي.

د لیک په یوه مهمه برخه کي راغلي چي په افغانستان کي د امریکا پخوانیو پوځي همکارانو ته د پناه نه ورکول «نه جبرانېدونکې تاریخي تېروتنه» ده او دا کار امریکا د خپلو متحدینو په نظر کي د یو بې‌باوره هیواد په توګه معرفي کوي.
د کانګرس غړو خبرداری ورکړی چي له تراژیدیو څخه سیاسي استفاده، د کډوالو پر وړاندې سخت دریځي او عمومي تورونه، نه د امریکا امنیت پیاوړی کوي او نه هم د عدالت او بشري حقونو له اصولو سره سمون لري.
هغوی د امريکا د دولت څخه غوښتي چي په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو پخوانيو همکارانو ته دي په امريکا کي پناه ورکړي.