امریکا وايي، د هرمز تنګي له لاري د نړۍوالو کښتۍچلوني د خوندي ساتلو له پاره ئې د ایران پر لسګونو پوځي هدفونو تازه بریدونه کړي دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په وینا، دغه عملیات د دوشنبې په سهار ترسره سوي او په کښي د ایران د هوايي دفاع سیسټمونه، ساحلي رادارونه، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو وړتیاوي او چټکي پوځي کښتۍ ئې په نښه کړي او ويشتلي دي.
سنتکام ویلي، په دې بریدونو کي امریکایي جنګي الوتکو، د سمندري ځواک بېړیو او بریدګرو بېپیلوټه الوتکو په کښي برخه اخيستې وه.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې، هرمز تنګی د نړۍوالي سوداګرۍ له پاره مهمه سمندري لار ده او ایران ورباندي واک نه لري.
په خبرپاڼه کي راغلي، امریکایي ځواکونه لا هم د بشپړ تیارسۍ په حالت کي دي او د ایران د پرلهپسې ګواښونو او د کښتۍچلوني پر وړاندي د مزاحمتونو سربېره به د سوداګریزو بېړیو د ازاد تګ راتګ د خوندي ساتلو له پاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.