امریکا ویلي چي د ایران پر وړاندي به خپل بریدونو ته دوام ورکړي؛ خو د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه به د لنډ وخت له پاره

امریکا ویلي چي د ایران پر وړاندي به خپل بریدونو ته دوام ورکړي؛ خو د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه به د لنډ وخت له پاره وځنډوي.
یو امریکایي چارواکي ویلي چي دا ځنډ یوازي د انرژۍ تاسیساتو پوري محدود دئ او پوځي، سمندري او توغندیز اهداف په کښي شامل نه دي.
بلخوا، ډونالډ ټرمپ د ایراني چارواکو سره د رغنده خبرو یادونه کړې؛ خو ایران دا ادعا رد کړې او ویلي ئې دي، چي له امریکا سره هېڅ خبري نه دي سوي.