امریکايي سرچینو د ان بي سي شبکې ته ویلي، چي د امریکا د سمندري ځواکونو یوه قطعه به په راتلونکو ورځو کي سیمي ته واستول سي او دغه ځواکونه له ټاکلي وخت مخکي د سانډیاګو له اډې څخه وتلي دي.
د رويټرز د ګډي سروې له مخي شاوخوا ۶۵ سلنه امریکایان باور لري، چي ډونالډ ټرمپ ښايي په ایران کي د پراخي ځمکني جګړې د پیل امر ورکړي؛ خو یوازي ۷ سلنه ئې د دې اقدام ملاتړ کوي.
دغه سروې چي په درو ورځو کي ۱۵۴۵ بالغو امریکایانو په ګډون ترسره سوې، ښيي چي د ټرمپ د محبوبیت کچه شاوخوا ۴۰ سلنه کي نسبتاً ثابته پاته ده.
دا کچه د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د ترسره سوي سروې په پرتله لږه لوړه سوې او د خطا کچه ئې شاوخوا ۳ سلنه ښودل سوې ده.
تر دې وړاندي، رویټرز راپور ورکړی و، چي د ټرمپ اداره د سیمي د عملیاتو د پیاوړتیا له پاره د زرګونو امریکايي سرتېرو د استولو پر بېلابېلو انتخابونو غور کوي.
دا اقدامات ښايي په هرمز تنګي کي کښتيو د امنیت له پاره د هوايي او سمندري ځواکونو کارول هم شامل کړي.
همداراز، د ایران په ساحلي سیمو یا د خارک ټاپو کي د ځواکونو د ځای پر ځای کولو سناریوګاني هم تر ارزوني لاندي دي، چي دغه ټاپو د ایران د نفتو د صادراتو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.