امریکايي ورځپاڼي وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چي د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چي د ایران سپاه پاسدارانو د سې شنبې په سهار د هرمز تنګي ته نژدې پر دوو سوداګریزو بېړیو توغندي توغولي، چي له امله ئې یوې بېړۍ اور اخیستی.
يادي ورځپاڼي ويلي چي دغه بېړۍ د قطر د نقلات شرکت د مایع طبیعي ګاز لېږدونکې بېړۍ وه.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې هم د عمان ختیځ ته د یوې بېړۍ د لګېدو او اور اخیستو راپور تایید کړی دئ.
وال سټریټ ژورنال لیکلي، دا بریدونه پر داسي مهال سوي چي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو خبري روانې دي او سپاه پاسداران تر دې وړاندي هم بېړیو ته د احتمالي توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو خبرداری ورکړی و.