د لسم پړاو شپږیزه کرکټ-لیګ په پای لوبه کي نن د پنجشنبې په ورځ د مس عینک اتلانو او امو نهنګانو لوبډلي میدان ته کښته سولې، چي د امو نهنګانو په یوه په زړه پوري لوبه سره د مس عینک اتلانو ته یوه ستره ماته ورکړه .
د مس عینک لوبډلي لومړۍ توپ وهنه وکړه او د رحمن الله ګربز د ۴۸ منډو پر مټ یې ۱۲۱ منډي جوړي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې د امو نهنګانو ته د ۱۲۲ منډو هدف وټاکئ .
بلخوا بیا د امو نهنګانو د دوو لوبغاړو په زیان یاد هدف په ۱۲ اوره او ۴ توپه ، پوره کړی او د مس عینک اتلانو ته یې ستره ماته ورکړه .
د امو نهنګانو لپاره حسن عیسی خېل ۵۰ منډي وکړې او توپ اچونه کي عظمت الله عمرزي دمس عینک اتلانو ۴ لوبغاړي او عبد الله احمدزي بیا ۳ لوبغاړي ور وسوځول ، د امو نهنګانو ښه امادګي له سببه یادي لوبډلي دوهم ځل لپاره د شپږیزي جام په خپل په نامه کړ.