د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی چي اندونیزیا د افغانستان سره د ۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت دخوراکي توکو مرسته کوي. دغه پیسې به د افغانستان د لومړنیو ښوونځیو زدکوونکو ته د بسکټو د برابرولو له پاره ولګول سي.
د دې پروګرام د معلوماتو له مخي، د یادي مالي مرستي په مټ به شاوخوا ۱۲۰۰ ټنه بسکټونه واخیستل سي او نژدې ۲۰۰ زره نجوني او هلکان به د شپږو میاشتو له پاره له دې مرستو څخه برخمن سي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چي دا ډول خوراکي مرستي د ښوونځیو زدکوونکو جذب ته زمینه برابروي او د زدکوونکو شمېر زیاتوي. د دوی د راپور پر بنسټ، سږ کال د زدکوونکو نوملیکنه د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاته سوې ده.