د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي امنیت د شورا وياند، سياستوال او ديني عالم رحمت الله اندړ د پنج شنبې په ورځ په باجوړ کي مولانا خانزيب وژل کېدو ته په اشاره ويلي دي، چي د پاکستان دولت تل د پښتنو او افغانانو هغه مشران وژلي، چي ولس پر را ټولېږي او د پښتنو ږغ پورته کوي، هغه وايي:(( پاکستانی ریاست تل د افغانانو تر منځ اغېزمن افغان روڼ اندي او ملتپال په نښه کړي دي، په تېر بیا هغه علماء چي د منبر له سره ئې د قام، ملت او ملي ګټو خبره په زغرده کړې ده.))
هغه وايي چي مولانا خانزیب د منبر او سنګر سړی وو، په افغان ملتپالنه ئې باور درلودی او د همدې له پاره ئې شعوري مبارزه کوله.
د هغه په وينا چي مولانا د پردیو استخباراتي جګ.ړو پر ځای په خپل ولس او وسایلو تکیه کوله، له همدې امله ئې مبارزه اغېزمنه وه او د دښمنانو د سترګو خار وو.