انډيپنډينټ رسنۍ راپور ورکړی، چي د پاکستان دولت د سويلي وزيرستان په واڼه سيمه کي د قومي مشرانو په هڅو ۶۰۰ کسيزه محلي ځواک جوړ کړی.
د يادي رسنۍ په حواله چي دغه ځواک د پاکستان دولت په ياده سيمه کي د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) د ځپلو په موخه جوړ کړی.
په راپور کي ويل سوي، چي د ياد محلي ځواک سره به د پاکستان د پوځ او پوليسو ملاتړ هم ورسره وي؛ ترڅو په ياده سيمه کي وسله وال وځپي.
بايد وويل سي چي تر ۲۰۰۷ ميلادي کال را وروسته دا لومړی ځل دئ، چي پاکستان د وسله والو ډلو د ځپلو په موخه د محلي خلګو څخه ځواک جوړوي.