اوچا: د ط..البانو د بنديزونو له امله ۲۴۵ مهمي بشردوستانه پروژې ځنډېدلي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په خپل تازه بيان کي ويلي، چي په افغانستان کي د ط..البانو له خوا د حد څخه زياتو محدوديتونو له امله د ۲۰۲۵ ميلادي کال په اولو شپږو مياشتو کي ۲۴۵ مهمي بشردوستانه پروژې بندي سوي دي.
دغه بشردوستانه پروژې د ط..البانو د لاسوهني، پر ښځو بنديز او اداري محدويتونو له امله بندي سوي دي.
اوچا ويلي که په افغانستان کي حالت همداسي روان وي، نو امکان سته چي پاته پروژې هم د ځنډ او خنډ سره مخامخ سي‌
د اوچا په بيان کي ويل سوي، چي د دغه پروژو ۷۳ سلنه کارونه د ښځو پر کار د بندیز، د تفاهم‌لیکونو په امضاء کي د ځنډ او د اړمنو خلګو په پېژندنه کي د محدودیتونو له امله ځنډول سوي دي او ۱۹ سلنه پروژې د جنسیتي محدودیتونو له امله درول سوې؛ په هغو کي داسي پېښي هم شامل دي، چي ان ښځو ته د محرم له ملتیا سره-سره د کار اجازه نه‌ورکول کېږي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په افغانستان ډېرو نړۍوالو بشري مرستندويه ادارو د ط..البانو د لاسوهني په سبب خپلي پروژې بندي کړي.