اوچا: نړۍوال دي د ځپل سوو افغانانو ترڅنګ ودرېږي

په افغانستان کي بشري سازمانونو د نړۍوالي ټولني څخه غوښتنه کړې، چي د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او په دغه هيواد کي د نازک وضعیت لا خرابېدو مخنیوي له پاره دي په ګډه اقدام وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ‌کوونکي دفتر (اوچا) په خپل تازه بيان کي ويلي دي، چي په افغانستان کي اقليمي بدلون او په دې وروستيوکي په دغه هيواد کي د کډوالۍ بهير د جدي بحران نښي دي.
اوچا ويلي دي، چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال تر نیمایي پوري د افغانانو د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان یوازي ۱۸ سلنه تمویل سوی،چي د بوديجې دا کمښت د میلیونونو اړمنو خلګو، په ځانګړي ډول ښځو، نجونو، داخلي بې‌ځایه سوو او راستنېدونکو ته ئې د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی دئ.
د دغه سازمان په وينا که چيري نړۍوال بشري سازمانونه د افغانستان سره په دغه برخو کي مرسته و نه کړي افغانستان به نور هم د بحران لوري ته ولاړ سي.
دغه سازمان د نړۍوالو څخه غوښتنه کړې چي د ځپل سوو افغانانو ترڅنګ ودرېږي او دغه افغانان دي يوازي په دغه بحراني حالت کي نه پرېږدي.