د ملګرو ملتونو د همږغۍ دفتر اوچا په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د روان ميلادي کال په جولای مياشت کي د ط..البانو د لاسوهني او مداخلې په اساس په افغانستان کي ۴۴ بشري پروګرامونه ځنډېدلي او يو روغتيايي مرکز تړل سوی دئ.
د اوچا په راپور کي ويل سوي، چي دغه لاسوهني د کارکوونکو د نوملړ غوښتنه، د محرم معلوماتو ترلاسه کول، د پروګرامونو د عملي کېدو مخنیوی او خدمتونو ته د اړمنو ښځو د لاسرسي مخنیوی په کښي شامل دئ.
د ياد سازمان په خبره ط..البانو هڅه کړې چي د مرستندویه ادارو د استخدام او تدارکاتو په برخه کي هم مداخله وکړي او د پروژو د عملي کولو له پاره ئې ځیني رسمي تفاهمنامې هم ځنډولي دي.
د اوچا په وينا همداراز، ط..البانو د ښځینه کارکوونکو پر تګ راتګ هم محدودیتونه لګولي او هغوی ته ئې ستونزي جوړي کړي دي.
باید وويل سي، چي اوچا مخکي هم ويلي و، چي د ط..البانو د مداخلې له امله په افغانستان کي بشري فعاليتونه د ځنډ او خنډ سره مخ سوي دي.