د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چي د بشري مرستو د کمښت له امله ۲۹۸ د تغذيي مرکزونه تړل سوي دي.
دغه مرکزونه پر داسي مهال تړل سوي، چي د خوړو د نړۍوال پروګرام وړاندوينه کړې، چي سږ کال په افغانستان کښي تر ۳.۵ میلیون زیات ماشومان په خوارځواکۍ اخته سوي.
دغه سازمان د ۴۲۰ د زیاتو روغتیایي مرکزونو تړل کېدل هم تائید کړي او همدارنګه ئې ویلي چي ۱۳ روغتیایي پروژې هم د بودیجې د کمښت له امله درېدلي دي.