اوکراين د روسیې ۴۰ جنکي الوتکي ويشتلي او ويجاړي کړي دي

اوکرایني چارواکو ادعا کړې، چي دوی د یکشنبې په ورځ د روسیې په هوايي اډه کښي تر ۴۰ ډېري ستراتیژیک بم اچوونکي جنګي الوتکي د ډرون بریدونو له لاري په نښه کړې دي. د اوکراین د هوايي ځواکونو د معلوماتو له مخي دا بریدونه د روسیې پر هوايي ځواک تر ټولو زړور او لوی عملیات ګڼل کېږي.
دغه عملیات د اوکراین د استخباراتي ادارو له خوا ترسره سوي او د ایرکوتسک سیمي په “بلایا” هوايي اډه کښي یو مهم پوځي مرکز په نښه سوی دئ. د ایرکوتسک سیمي والي رسنیو ته تایید کړې، چي اوکرایني ډرونونو دغه پوځي مرکز باندي برید کړی، خو د زیانونو په اړه ئې دقیق معلومات نه دي ورکړي.