ههنګاو بشري سازمان په خپل وروستي نشر سوي راپور کي ويلي دي، چي د ايران دولت د روان ميلادي کال له پيل څخه تر اوسه پوري۱۰۰۲ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي دي.
دغه سازمان ويلي چي په دغه اعدام سوو کسانو کي ۶۵ تنه افغانان هم شامل دي.
د ياد سازمان په خبره چي ايران دغه افغانان د قتل او نشه يي توکو د قاچاق په تور په بېلابېلو زندانونو کي اعدام کړي دي.
باید وويل سي، چي ايران هر کال زيات شمېر افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعداموي؛ خو ط..البان ئې په اړه چپ پاته دي.