ايراني رسنيو خبر ورکړی، چي د تهران پوهنتون د ټولنپوهني د څانګي افغانه محصله سارا ګوهري د ايران دولت ځکه نيولې چي هغې د ايران د دولت ضد تبليغات کول.
سارا ګوهري د مشهد د استخباراتو د بند خوني څخه تازه د تربت جام زندان ته د ايران دولت انتقال کړې ده.
تر دې مخکي د بشري حقونو سازمان ههنګاو خبر ورکړی وو، چي سارا ګوهري غوښتل د تایباد پولي ته نژدې د افغان کډوالو وضعیت اړوند څېړنه وکړي، خو د چنګاښ پر ۱۵مه د ایران استخباراتي ځواکونو لخوا نیول سوې او یوه نامعلوم ځای ته لېږدول سوې وه.