د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ په تهران کي د يوه خبري کنفرانس پرمهال خبريالانو ته ويلي دي، چي د اوس د پاره هېڅ داسي پلان نسته، چي د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان دي افغانستان ته سفر وکړي.
د هغه په خبره چي په رسنيو کي د ايران د ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په اړه راپورونه په سم ډول نه دي خپاره سوي، هغه وايي چي دغه موضوع د ایران د ښه نیت ، د ښه ګاونډیتوب پر سیاست ټینګار او له افغانستان سره د ورورولۍ د اړيکو د دوام په موخه د ايران ولسمشر مطرح کړې وه؛ خو د سفر له پاره اوس نيت نه لري.
د نوموړي په وينا چي تراوسه پوري د ايران د بهرنيو چارو وزارت هېڅ داسي پلان نه دئ تر لاسه کړی، چي له مخي ئې د ايران ولسمشر غواړي کابل ته سفر وکړي