ايرانۍ رسنۍ: په ايران کي يو افغان خپل پنځه کلن زوی وژلی

د شنبې په ورځ د ايران تسنيم خبري آژانس خبر ورکړی، چي د ايران په مرکز تهران کي يو افغان وګړي خپل پنځه کلن زوی شکنجه کړی او وژلی دئ.
د تسنيم خبري آژانس د خبر د مخي د تهران د یاس روغتون کارکوونکو د پنجشنبې په ورځ د دغه وژل سوي هلک په اړه راپور د ايران پوليسو ته ورکړی وو، چي د وژل سوي هلک د جسد تر معاينه کولو وروسته څرګنده سول، چي هغه د شکنجو او وهلو له امله مړ سوی.
د ايران پوليس د ياد کوچني پلار نيولی؛ خو د هلک پلار ادعا کړې، چي دوه زامن ئې له یو بل سره په لوبو بوخت وو، چي د هغوی ترمنځ شخړه رامنځ ته سوې او کوچنی زوی ئې د خپل ۹ کلن ورور له خوا وژل سوی دئ؛ خو ۹ کلن کوچني بيا چارواکو ته افشا کړې، چي پلار ئې دواړه زامن شکنجه کړي او کوچنی ورور ئې هم د پلار له خوا وژل سوی دئ