ايرلنډ د افغانستان د زلزله ځپلو سره ۵ سوه زره يورو مرسته کړې

د ايرلنډ د بهرنيو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ اعلان کړی، چي د افغانستان د زلزله ځپلو خلګو له پاره ئې د سره صلیب او سرې مياشتي سره ئې ۵۰۰ زره يورو مرسته کړې؛ ترڅو تر زلزله ځپلو خلګو پوري ئې ورسوي.
د ايرلنډ دولت د نورو نړۍوالو هيوادونو څخه هم غوښتي چي د افغانستان د‌ زلزله ځپلو لاس نيوی او مرسته وکړي.