اکسيوس رسنۍ راپور ورکړی، چي سپینه ماڼۍ باور لري، چي له ایران سره د یو مخیزي تفاهمنامې پر سر لومړنۍ هوکړي ته نژدې سوې ده؛داسي هوکړه چي هدف ئې د جګړې درول او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د پراخو خبرو له پاره چوکاټ ټاکل دي.
راپور زیاتوي، چي واشنګټن په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کي د تهران جواب ته سترګي په لار دئ، خو تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده سوې.
سرچینو ویلي چي دا د جګړې له پیل راهیسي تر ټولو نژدې پړاو دئ، چي دواړه لوري یوې موافقې ته رسېدلي دي.
د وړاندیز سوي تفاهمنامې له مخي، ایران به په موقتي ډول د یورانیمو غنيسازي دروي او په بدل کي به امریکا ځیني بندیزونه لېري کړي او د ایران کنګل سوې شتمنۍ به ازادي کړي. همداراز، د هرمز تنګي د تګ راتګ محدودیتونه به هم ختم سي.
راپور دغه راز زیاتوي، چي د دې تفاهم ډېری برخي به د وروستۍ هوکړي پوري تړلي وي او امکان سته چي جګړه بېرته پیل سي.