اکسیوس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی

اکسیوس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چي د امریکا هوايي ځواک د ایران پر سپاه پاسدارانو د برید له پاره د اوږد واټن بي-۱ بم غورځونکې الوتکه کارولې ده.
راپور وايي، دا لومړی ځل دئ چي د روانو نښتو له پیل راهیسي امریکا په خپلو عملیاتو کي دغه الوتکه کاروي.
د راپور له مخي، د بي-۱ الوتکې کارول د ایران پر وړاندي د امریکا د پوځي عملیاتو د پراخېدو او شدت نښه بلل کېږي.

اکسیوس زیاتوي چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو احتمال ارزوي.