اکسیوس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چي قطر د منځګړي په توګه د امریکا

اکسیوس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چي قطر د منځګړي په توګه د امریکا، ایران او عمان له چارواکو سره په اړیکه کي دی، څو د هرمز تنګي د بېرته پرانيستلو او د روانو نښتو د پای ته رسېدو له پاره نوي هوکړي ته ورسېږي.
د راپور له مخي، د ایران مشرانو لا تر اوسه د منځګړو وروستی وړاندیز نه دئ منلی.
همداراز ځیني امریکايي دفاعي چارواکي وايي، د هرمز تنګي شاوخوا د ایران پوځي وړتیا تر ډېره له منځه تللې، خو نور بیا باور لري چي ایران لا هم په دې سمندري لار کي د بېړیو د هدف ګرځولو وړتیا لري.