ایران: جګړه به د تاوان تر جبران پوري دوام وکړي
د ایران د مشرتابه له نږدې کړیو څخه وروستۍ څرګندونې ښيي چي تهران لا هم د جګړې د دوام اراده لري او د ژر پای ته رسېدو کومه نخښه نه ښکاري. د راپورونو له مخه، محسن رضایی ویلي چي جګړه به تر هغه دوام وکړي څو ایران ته د اوښتو زیانونو بشپړ جبران ونه سي.
رضايي، چي د مجتبی خامنهای پوځي سلاکار بلل کېږي، په یوه ټلوېزیوني وینا کي ټینګار کړی چي ایران به تر هغه وخته جګړې ته دوام ورکړي څو ټول اقتصادي بندیزونه لیرې سي او داسي نړیوال تضمینونه ترلاسه کړي چي د امریکا لاسوهنه په بشپړه توګه محدوده کړي.
هغه زیاته کړې چي د ایران وسلهوال ځواکونه لا هم په پوره ځواک عملیات مخته وړي او د مشرتابه نوی جوړښت د نوي رهبر تر ټاکني وروسته په منظم ډول اداره کېږي. د ده په وینا، جګړه عملي ډول څو ورځي مخکي پای ته رسېدلې وه او امریکا چمتو وه چي اوربند ته ولاړه سي، خو د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د جګړې پر دوام ټینګار وکړ.
رضايي دا ادعا هم کړې چي له پنځلسمې ورځې وروسته امریکا دې پایلې ته ورسېده چي په دې جګړه کي بریا ناشونې ده.
په همدې حال کي، د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف په خپل پیغام کي ویلي چي د ایران خلک د «بشپړې او پښېمانه کوونکې سزا» غوښتنه کوي او باید پر «متجاوزانو» عملي سي.
په ټوله کي، دا څرګندونې ښيي چي د جګړې دواړه لوري لا هم پر خپلو دریځونو ولاړ دي، او که څه هم د اوربند خبري مطرح کېږي، خو عملي وضعیت لا هم د دوام او حتی د لا زیاتېدو احتمال لري.