ایران د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو له پاره راتلونکې مياشت سیمه‌ییزه غونډه جوړوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي تهران به د راتلونکي ديسمبر په میاشت کي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا د حل له پاره یوه مهمه سیمه‌ییزه غونډه جوړوي.
دا غونډه به د دواړو خواوو ترمنځ د شخړو د کمولو او د سیمي د ثبات له پاره د ګډو حللارو موندلو ته ځانګړي سوې وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سعید خطیب‌زاده، ویلي چي په دې ناسته کی به د سیمي او ګاونډیو هیوادونو استازي هم برخه ولري.
د غونډې اجنډا به د افغانستان په ثبات، د سرحدي ستونزو هواري، او د ترهګرۍ پر ضد پر همکارۍ متمرکزه وي.
دغه پرېکړه وروسته له هغه کېږي چي ط..البانو او پاکستان خپل وروستي مذاکرات په استانبول کي بې پایلي پرېښودل او د دواړو خواوو ترمنځ د سرحدي ترهګرۍ ضد میکانیزم په اړه کومه هوکړه ونه سوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي، په دې وروستیو کي دوه ځله له ط..البانو سره ټلیفوني خبري کړي، څو د سته ستونزو د حل له پاره د تفاهم زمینه برابره کړي.