ایران څنګه کولای سي؛ جګړه د خپلو شرایطو پر اساس د خپلي ګټي لپاره پای ته ورسوي؟

ایران څنګه کولای سي؛ جګړه د خپلو شرایطو پر اساس د خپلي ګټي لپاره پای ته ورسوي؟
لیکوال: مانوسِج ماجومدار
سرچینه: Asia Times

ایران، که څه هم په دې جګړه کي د پام وړ زیان او کمزورتیا تجربه کړې او مخکي له دې هم د نړیوالو بندیزونو او پنځه کلني وچکالۍ له فشار سره مخ و، بیا هم مات سوی نه دی.
سره له دې محدودیتونو، ایران اوس په یو نادر موقعیت کي دی چي د جګړې وروسته واقعیت په داسي ډول جوړ کړي چي د جګړې مخکي په پرتله یې وضعیت ښه وي او سیال یې ضعیف سي. په یوه پېچلي او عصري جګړه کي، دا وضعیت د «ګټلي» په توګه ګڼل کېدای سي.
د دې ډول ګټي ترلاسه کولو لپاره، ایران باید درې مهم ګامونه په سمه توګه پورته کړي:

۱) د امریکا متحدین جلا کړي،
۲) د امریکا د جګړې دلایل بې اعتباره کړي،
۳) د جګړې وروسته یوه اجماع چمتو کړي چي پر امریکا فشار راوړي.

دغه جګړه ایران ته یو نادر فرصت برابروي چي د جګړې وروسته نوې اداره او نظم رامنځته کړي؛ داسي نظم چي پکښي د ایران اقتصاد د بندیزونو کمېدو څخه ګټه پورته کړي، د انرژۍ عرضه خوندي سي، او د هرمز ټاپوګانو دواړه غاړي د عملي ګټو پر اساس نږدې سي،
۱. لومړی ګام: اوربند
لومړی ګام د امریکا د جلا کولو لپاره دی. ایران یوازي نسي کولی چي د خپلي جګړې پراخېدونکې ائتلاف سره مقابله وکړي. دا هېواد ځواک نلري چي د خلیج همکاری شورا غړي هېوادونه د مستقیمو بریدونو له لاري دوامدار تر فشار لاندي وساتي. هر توغندی چي د عربي اهدافو پر لور وویشتل سي، هم د مخالفتونو کچه لوړه وي او هم د ایران نظامي ظرفیت د امریکا ځواکونو په وړاندي کموي.

له همدې امله، د خلیج همکاري شورا اړوند اهدافو پر وړاندي یو اړخیز اوربند اعلانول، ایران ته داسي یو عملي اقدام دی چي د دې هېواد د فعال ګډون مخه ونیسي.
دغه اوربند باید د ۹۶ ساعتونو دننه د متقابل اقدام سره مشروط وي او ځیني واقعیتونه ومني، لکه د امریکا لخوا د هوايي حریم یا پوځي اډو کارول چي سیمه‌ییز دولتونه یې کنترول نسي کولی.
۲. اټومي موضوع ته د وتلو لاره

د جګړې څرګند هدف د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی دی. که دا واقعیت ولري یا نه، دا موضوع د نړیوالو ژمنو پر بنسټ ولاړه ده چي د درېیمو خواوو لپاره یې لغوه کول آسانه نه دي.
د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) د ایران په نظر کي خپل بې‌طرفي له لاسه ورکړې، نو نور اختیار مناسب نه دی.
له همدې امله، ایران باید نوښت وکړي: د اټومي تفتیشونه او د بندیزونو رفع کول د امریکا له مهم رول څخه جلا کړي.

سپارښتنه دا ده چي ایران یو اړخیزه اعلامیه وکړي چي اجازه ورکوي تفتیش د امریکا پرته ترسره سي—که د IAEA یا نورو ادارو لکه «یوراتوم» په چوکاټ کي وي.
دغه وړاندیز، حتی که په بشپړ ډول عملي نه سي، اروپایي هېوادونو ته سیاسي او اخلاقي پوښښ برابروي چي بندیزونه کم کړي او ایران ته اقتصادي مرسته وکړي.
که دغه نوښت نه وي، اروپا ممکن د امریکا سره موافقه ونلري، خو د ایران سره هم د تعامل دلیل به ونه لري. د دې وړاندیز له لاي، ایران د دوی لپاره د وتلو لار برابروي.

۳. په تیلو کي د امریکا مالي برتري ختمول
ایران اوس فرصت لري چې له دې وضعیت څخه ګټه واخلي. دې هېواد مخکي د هرمز ټاپوګانو له لاي د تیلو او ګازو په جریان کنترول ښودل.
سپارښتنه دا ده چې ایران د هغو هېوادونو لپاره خوندي لاره برابره کړي چي خپل تادیات په نورو اسعارو ترسره کوي، لکه یورو، د چین یوان، د هند روپۍ، د کوریا جنوبی وون، او د جاپان ین.

حتی کولای سي یوه کوچنۍ برخه (شاوخوا ۳٪) د ایران په ملي پیسو (ریال) ترسره سي، ترڅو د ملي پیسو تقاضا زیاته کړي.
دغه هېوادونه لکه چین، هند، جاپان، او کوریا جنوبی چي د هرمز ټاپوګانو له لاري د انرژۍ ۷۵٪ څخه زیات اخلي، کولی سي د نوي اقتصادي ائتلاف مرکز وي.