ایراني چارواکو اعلان کړی، چي د دغه هیواد سمندري جنګي بېړۍ “دنا”

ایراني چارواکو اعلان کړی، چي د دغه هیواد سمندري جنګي بېړۍ "دنا"، چي ۱۳۰ سرتېري په کښي سپاره وو او د هند له سمندري ځواکونو څخه ئې ليدنه کول، د امریکايي ځواکونو له خوا په نړیوالو اوبو کي پرته له کوم خبرداري ويشتل سوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي دا پېښه غندلې او ټینګار ئې کړی، چي امریکا به له دې کار څخه سخت پښيمانه سي.
عراقچي ویلي، دا پېښه د ایران له ساحل څخه ۲,۰۰۰ میله لېري رامنځته سوې ده.