ایرانۍ رسنۍ اېراف: د ايران په شېراز ښار کي د افغان کډوالو فرهنګي نندارتون داير سو

ایرانۍ رسنۍ اېراف په خپل راپور کي ويلي، چي د ايران په شېراز ښار کي افغان کډوالو خپل فرهنګي توکي نندارې ته وړاندي کړل.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه فرهنګي نندارتون کي د افغان کډوالو اته غرفې اېښودل سوي وې او خپل فرهنګي توکي ئې په کښي نندارې ته وړاندي کړل.
د راپور په حواله چي د ياد نندارتون څخه زيات شمېر شیعه او سني دیني عالمانو، هنرمندانو، ورزشکارانو، فرهنګیانو، د ايران او افغانستان ادیبانو او په ایران کي مېشت افغانانو او ایرانیانو لیدنه کړې ده.
د دغه نندارتون ګډونوال وايي چي دغه ډول نندارتونونه جوړول د ايران او افغانستان ترمنځ د فرهنګي او کلتوري اړيکو په پراختيا کي خورا مهم دئ او بايد دې ته ورته نور نندارتونونه هم جوړ سي.
دغه فرهنګي نندارتون پر داسي مهال په ايران کي جوړ سوی، چي ایران هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي.