ایمرجنسي بنسټ په افغانستان کي د روغتيايي سيستم د خرابېدو خبر ورکړی

د ط..البانو د واکمنۍ د څلورمي کلیزي په مناسبت، ایمرجنسي بنسټ په افغانستان کي د روغتیايي حالاتو د خرابېدو خبرداری ورکړی.
د دغه بنسټ د راپور په اساس، په افغانستان کي اقتصادي ستونزي، د ښځو پر کار او سفر محدودیتونه او د سرچینو کمښت د افغانستان روغتیايي سيستم تر فشار لاندي راوستلی دئ.
د دغه بنسټ په وينا چي شاوخوا ۷۰٪ وګړي وړیا یا ارزانه روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان په خبره چي په افغانستان کي په ځانګړې توګه، د ښځو پر سفر محدودیتونو د ناروغو مېرمنو درملني ته لاسرسی محدود کړی، چي ځیني وخت د هغوی د مرګ لامل هم ګرځي.
بايد وويل سي، چي ایمرجنسي بنسټ، چي له ۱۹۹۹ ميلادي کال راهیسي په افغانستان کي فعالیت کوي، په ټول افغانستان ۴۰ روغتیايي مرکزونه اداره کوي، چې ۲۳٪ کارکوونکې ئې ښځې دي.