د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼي په خپل راپور کي ويلي دي، چي پاکستاني پوځيانو د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کي د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال اته وسله وال کسان وژلي دي.
دغي ورځپاڼي ليکلي دي، چي په دغه وسله والو کسانو کي د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) غړي او مهم قوماندان شامل وو.
په ورته وخت کي بيا د پاکستان پوځ ويلي، چي په دغه ساحه کي د وسله والو ترهګرو پر ضد د پاکستان د پوځ عمليات اوس هم جريان لري.
بلخوا بيا د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) د پاکستان د پوځ له خوا د شروع سوو عملياتو په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.