بامف: د ۱۱ زره څخه زيات افغان کډوال مکلف دي چي د آلمان څخه ووځي

د آلمان د کډوالۍ فدرالي ادارې(بامف) د جمعې په ورځ په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي په آلمان کي مېشت ۱۱ زره ۴۲۳ تنه افغان کډوال، چي په آلمان کي ژوند‌ کوي مکلف دي، چي بايد د دغه هيواد څخه ووځي او بېرته افغانستان ته ستانه سي.
دغي ادارې ويلي چي په دغه افغان کډوالو کي ۹۶۰۲ تنه په آلمان کي د موقتي اوسېدلو اسناد‌ لري او پاته نور ئې بې اسناده دي، چي بايد افغانستان ته ولاړ سي.
د آلمان دولت ويلي، چي په لومړي قدم کي هڅه کوي، چي هغه افغانان وباسي چي په جرمونو تورون دي.
دا په داسي حال کي ده، چي د آلمان د کورنيو چارو وزير ويلي وو، چي دغه دولت هڅه کوي، چي د ط..البانو د حکومت سره داسي يوه موافقه وکړي، چي مجريم افغان کډوال د دریم هيواد د مداخلې څخه پرته افغانستان ته ولېږي.