بریتانیا وايي، د هرمز تنګي د امنیت د ټینګښت له پاره ئې د احتیاطي پلانونو په لړ کي د سمندري ځواکونو د ماین پاکۍ ځانګړي

بریتانیا وايي، د هرمز تنګي د امنیت د ټینګښت له پاره ئې د احتیاطي پلانونو په لړ کي د سمندري ځواکونو د ماین پاکۍ ځانګړي ټیمونه چمتو کړي دي.
د راپورونو له مخي، لندن داسي ټیمونه اماده کړي، چي د سمندري ماینونو د شنډولو له پاره روزل سوي، ترڅو د سمندر څخه په اسانۍ بمونه پاک کړي.
په همدې حال کي، بریتانیا اعلان کړی چي د ماین موندني خپلواکي وسيلې (بې‌پیلوټه سیستمونه) به هم د احتمالي ماموریت له پاره برابرې کړي. دا طرحه د فرانسې په همکارۍ مخ ته وړل کېږي، چي هدف ئې د سمندري تګ راتګ د ازادۍ تضمین او د اقتصادي فشارونو کمول دي.

د هرمز تنګي وضعیت لا هم نامعلومه ګڼل کېږي او راتلونکی ئې د اوربند او سیاسي خبرو په دوام پوري تړلی دئ.