بلومبرګ راپور ورکړی، چي ایران د ټولو هيوادونو د کښتيو غوښتي

بلومبرګ راپور ورکړی، چي ایران د ټولو هيوادونو د کښتيو غوښتي، چي د هرمز تنګي څخه د تېرېدو له پاره خپل ثبتي معلومات بدل کړي او د سپاه پاسداران له اړوندو منځګړو شرکتونو سره دي اړیکه ونیسي؛ خو ډېری نړۍوالو بار وړونکو شرکتونو دا غوښتنه نه ده منلې.
د بلومبرګ د راپور له مخي، ایران له کښتيو غوښتنه کړې، چي خپل ثبت مشخصات بدل کړي او د ايران د متحده هيوادونو بیرغونه پورته کړي؛ تر څو د هرمز له تنګي تېري سي. سره له دې، ګڼو نړۍوالو ترانسپورتي شرکتونو د بیرغ بدلولو غوښتنه رد کړې ده.
بلومبرګ زیاتوي چي که څه هم په دې وروستیو کي د کښتيو تګ راتګ یو څه زیات سوی، خو لا هم د عادي حالت پرتله ټیټه کچه لري.

راپورونه ښيي چي تهران ځینو هم‌پالو هيوادونو پوري تړلو کښتيو ته اجازه ورکړې، چي د مخکي ټاکل سوو لارو په وسيله تګ راتګ وکړي؛ خو په ورته وخت کي ئې خبرداری ورکړی، چي د هغو هيوادونو کښتۍ چي له امریکا او اسرائیل سره اړیکي لري، ښايي هدف وګرځي.
بلخوا د امریکا متحدین لکه فرانسه هڅه کوي، چي د ډیپلوماټیکو لارو له لاري کړکېچ راکم کړي؛ خو تر اوسه دا هڅي کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.