بيبيسي انګلیسي
په ایران کي ډېر خلګ د لاریونونو پر مهال د رضا پهلوي نوم اخلي او د هغه د بېرته راتګ شعارونه ورکوي. رضا پهلوي د ایران د وروستي شاه زوی دی او دا مهال له هېواده بهر ژوند کوي. خپله هغه هم خلګو ته ویلي چي سړکونو ته راووزي. خو پوښتنه دا ده چي دا سړی څوک دی او رښتیا هم څومره ملاتړ لري؟
رضا پهلوي له زېږونه تر دې لپاره روزل سوی و چي د ایران د پاچاهۍ وارث سي. کله چي په ۱۹۷۹ کال کي انقلاب راغی او د هغه د پلار واکمني ړنګه سوه، رضا پهلوي هغه وخت په امریکا کي د جنګي الوتکي د چلولو زدکړه کوله.
هغه له لېري ولیدل چي پلار یې، محمد رضا شاه پهلوي، چي پخوا لوېدیځو هېوادونو ملاتړ کاوه، له یوه هېواده بل ته د پناه په لټه کي وګرځېد او بالاخره په مصر کي د سرطان له ناروغۍ مړ سو.
د واک ناڅاپي له لاسه وتلو د رضا پهلوي کورنۍ بېوطنه کړه، او دوی یوازي پر څو شاهي پلویانو او خواخوږو متکي پاته سول.
وروسته په راتلونکو لسیزو کي دا کورنۍ څو ځله له غمیزو سره مخ سوه. د هغه کشره خور او ورور دواړو ځانونه ووژل، او رضا پهلوي یوازي د یوې شاهي کورنۍ نښه پاته سو چي ډېر خلګ یې تاریخ ته ختمه بلله.
اوس چي عمر یې ۶۵ کاله دی، رضا پهلوي بیا هڅه کوي چي د خپل هېواد د راتلونکي په جوړولو کي برخه واخلي.
هغه د واشنګټن ډيسي ته نېږدې په یوه ارامه سیمه کي ژوند کوي. پلویان یې وایي چي ډېر ساده او د خلګو سره نږدې سړی دی؛ ډېری وخت د خپلې مېرمني یاسمین سره په کافي ګانو کي لیدل کېږي، بې له دې چي ښکاره ساتونکي ورسره وي.
په ۲۰۲۲ کال کي چي یوه لاروي ترې وپوښتل چي «ایا ته ځان د ایران د اعتراضونو مشر ګڼې؟»
ده او مېرمني یې دواړو یو ځای وویل:
«بدلون باید له دننه راسي»
خو په وروستیو کلونو کي د رضا پهلوي خبري لا پسي تندي سوې. په ۲۰۲۵ کال کي، وروسته له هغه چي د اسراییلو هوايي بریدونو څو لوړپوړي ایراني جنرالان ووژل، هغه په پاریس کي یوې خبري غونډي ته وویل چي که اسلامي جمهوریت نسکور سي، دی چمتو دی چي د لنډمهالي حکومت مشري کي مرسته وکړي.
هغه وروسته د موقتي حکومت لپاره د «سل ورځني پلان» اعلان هم وکړ.
رضا پهلوي وایي دا نوی اعتماد یې د جلاوطنۍ له تجربو او د خپل پلار له «نیمګړي ماموریت» څخه اخیستی دی.
ده وویل:
«دا د تېرو وختونو د راژوندي کولو خبره نه ده، دا د ټولو ایرانیانو لپاره د یو دموکراتیک راتلونکي د یقیني کولو خبره ده.»
رضا پهلوي د ۱۹۶۰ کال د اکتوبر په میاشت کي په تهران کي زېږېدلی دی. هغه د شاه یوازینی زوی و، ځکه د هغه د پلار له دوو مخکنیو ودونو زوی نه و زېږېدلی.
هغه په شتمنۍ کي لوی سو، شخصي ښوونکي یې لرل، او له کوچنیتوبه د پاچاهۍ د ساتني لپاره روزل سوی و.
په ۱۷ کلنۍ کي ټکساس ته ولېږل سو چي د جنګي الوتکو روزنه وویني، خو تر دې چي بېرته راستون سي، انقلاب د هغه د پلار واکمني نسکوره کړه.
له هماغه وخته راهیسي هغه په امریکا کي ژوند کوي. هغه سیاسي علوم ولوستل، له یاسمین سره یې واده وکړ چي وکیله او ایرانی امریکایۍ ده چي او درې لوڼي لري: نور، ایمان او فرح.
د کلونو په تېرېدو سره، د هغه محبوبیت په ایران کي کم او زیات سوی دی. په ۱۹۸۰ کال کي یې په قاهره کي یوه سمبولیکه تاجپوشي وکړه او ځان یې شاه اعلان کړ. که څه هم عملي اغېز یې نه درلود، خو ځیني مخالفین وایي چي دا کار د هغه د نن ورځي د دموکراسۍ خبري کمزورې کوي.
هغه څو ځله هڅه وکړه چي د حکومت ضد ډلې سره راټولي کړي، لکه په ۲۰۱۳ کال کي د «ازادو ټاکنو لپاره د ایران ملي شورا» جوړول، خو ډېری دا هڅي د اختلافونو او د دننه ایران ته د نه رسېدو له امله ناکامي سوې.
د نورو جلاوطنه مخالفینو پر خلاف، رضا پهلوي تل له زور زیاتي ځان لېري ساتلی او له وسلوالو ډلو لکه د مجاهدین خلق څخه یې فاصله نیولې ده.
هغه تل د سولهییز بدلون، او د یوه ملي ټولپوښتني غوښتنه کړې چي خلګ پخپله د ایران د سیاسي نظام په اړه پرېکړه وکړي.
په ۲۰۱۷ کال کي، د حکومت ضد لاریونونو پر مهال، د «رضا شاه روحت شاد» شعارونه بیا واورېدل سول، چي د هغه نیکه ته اشاره وه.
په ۲۰۲۲ کال کي د مهسا امیني وژل کېدو پراخ لاریونونه راوپارول او رضا پهلوي بیا د رسنیو سرلیکونو ته راووت.
د اپوزیسیون د یووالي هڅي یې د نړیوالو له لوري په احتیاط وکتل سوې، خو دوام یې ونه کړ. مخالفین وایي چي هغه تر اوسه د څلورو لسیزو جلاوطنۍ سره سره، نه پیاوړې اداره جوړه کړې او نه خپلواکه رسنۍ لري.
په ۲۰۲۳ کال کي اسراییلو ته د هغه لانجمن سفر، چي هلته یې د هولوکاسټ په یادغونډه کي ګډون وکړ او د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ولیدل، نظرونه لا پسې ووېشل.
ځیني ایرانيان دا یو عملي ګام بولي، خو نور یې د ایران د عربي او اسلامي ملګرو څخه د لېرې کېدو سبب ګڼي.
وروسته له وروستیو اسراییلي بریدونو څخه، هغه له سختو پوښتنو سره مخ سو.
په بيبيسي کي له لورا کونزبرګ سره په مرکه کي ترې وپوښتل سول چي ایا هغه د اسراییلو هغه بریدونه ملاتړي چي ملکي خلګو ته زیان رسوي که نه؟
ده وویل چي عادي ایرانيان هدف نه دي، او دا یې هم وویل چي «هر څه چي دا نظام کمزوری کړي»، ډېر خلګ یې هرکلی کوي. دا خبري سخت بحثونه راوپارول.
نن سبا، رضا پهلوي ځان د راتلونکي پاچا په توګه نه، بلکي د ملي پخلاینې د یوه سمبول په توګه معرفي کوي.
هغه وایي غواړي ایران ازادو ټاکنو، د قانون حاکمیت او د ښځو مساوي حقونو ته ورسوي، او پرېکړه دې خلګو ته پرېږدي چي پاچاهي غواړي که جمهوریت – هغه هم د یوه ټولهیوادیزې ټولپوښتني له لاري.