بيل هايزنګا: افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په ځاله بدل سوی

د امريکا د استازو جرګي د بهرنيو اړيکو د فرعي کمېټې مشر بيل هايزنګا په خپلو وروستيو څرګندونو کي ادعا کړې، چي د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو ډلو په خوندي پټنځای بدل سوی.
د هغه په خبره چي دغه ترهګري ډلي په سيمه کي د امنيت د خرابوالي له پاره ځان تقويه کوي.
هغه ویلي، د داع.ش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو له لوري ګواښونه د ثبت سوي تاریخ تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي دي.
هغه دغه حالت ته اندېښنه ښودلي او پر مخنيوي ئې ټينګار کړی.
بايد وويل سي چي د ط..البانو حکومت د دغه امریکايي چارواکي خبرو ته په غبرګون کي تراوسه پوري څه نه دي ويلي.