تاجکستان: د افغان کډوالو ايستلو ته ادامه ورکوو

د تاجکستان دولت د يوې اعلاميې په خپرولو سره په رسمي ډول تائيد کړل، چي د دغه هيواد څخه ئې مخکي افغان کډوال شړلي او د نورو افغان کډوالو د ايستلو له پاره هم پلان لري.
د تاجکستان دولت ويلي، چي يو شمېر کډوال په تاجکستان کي غيرقانوني اوسېږي او يا هم په بېلابېلو جرمونو مرتکب دي، ځکه د تاجکستان دولت تصميم نيولی چي دغه ډول کډوال د خپلي خاوري څخه وباسي، چي افغانان هم په کښي شامل دي.
ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخي د تاجکستان چارواکو د چنګاښ پر ۱۷مه د وحدت ښار په یو شمېر سیمو کي افغان کډوال او پناه‌غوښتونکي راوغوښتل او هغوی ته ئې وویل، چي باید تر ۱۵ ورځو پوري تاجکستان پرېږدي. دا ضرب‌الاجل نن پای ته رسېږي، چي ورسره سم د تاجکستان حکومت د کډوالو د شړلو موضوع يو ځل بيا تازه کړې ده.