د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دوې مياشتي مخکي په کابل کي راه فردا خصوصي راډيو او تلوېزيون نشرات ځکه بند کړي وه، چي دغه تلوېزيون خپلو کارکوونکو او خبريالانو ته د څو مياشتو راهيسي معاشات نه وه ورکړي.
تر دوې مياشتي ځنډ وروسته د سې شنبې په ورځ د راه فراد راډيو او تلوېزيون ادارې پر خپله رسمي ايکس پاڼه باندي خبر خپور کړی وو، چي دغه تلوېزيون تر دوې مياشتي ځنډ وروسته يو ځل بيا په عادي ډول باندي خپل نشرات د افغانستان او نړۍ د پاره پيل کړي دي.
د راه فردا راډيو او تلوېزيون ادارې په ايکس پاڼه باندي د خپلو مشتريانو د دوامدره ملاتړ څخه مننه کړې او ژمنه ئې کړې ده، چي د خپل ولس ږغ به بغير د سانسور څخه پورته کوي او ستونزو ته به ئې د خپل تلوېزيون او راډيو د لاري حل لاري پيدا کوي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو څو ورځي وړاندي هم د پوهني وزارت اړوند د معارف د راډيو او تلوېزيون نشرات هم تر بل امر پوري بند کړي دي.