تر څلور کلن ځنډ وروسته د ازبکستان دولت د افغانستان سره د حيرتان بندر لاره د مسافرو د تګ راتګ په موخه خلاصه کړې ده

تر څلور کلن ځنډ وروسته د ازبکستان دولت د افغانستان سره د حيرتان بندر لاره د مسافرو د تګ راتګ په موخه خلاصه کړې ده.
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت خوني اعلان کړی، چي پر دغه بندر باندي د قانوني اسنادو لرونکي د دواړو هيوادونو اتباع کولای سي په ډاډه زړه باندي پياده تګ راتګ وکړي.
هېره دي نه وي، چي تر دې مخکي پر دغه لاري باندي مسافرو ته د‌ زمیني تګ اجازه نه ورکول کېدل او يوازي به ئې د هوا د لاري مسافرو کولای سوه، چي دغو هيوادونو ته سفر وکړي.