د ط..البانو د بیا واکمنۍ له پیل راهیسي، نژدې ۵۰ میلیارده ډالره نقدي پیسې افغانستان ته راغلې دي. دا مرستي، چي ډیری ئې د نړۍوالي ټولني، ملګرو ملتونو، او نورو مرستندویه بنسټونو له خوا ، د بشري مرستو، اقتصادي ملاتړ، او اړینو خدمتونو د چمتو کولو په موخه افغانستان ته ورکول سوي دي. خو د دې ټولو مرستو سربېره د اقتصاد پوهانو او ټولنیزو شنونکو په وینا، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت لا هم د پام وړ خراب دئ او ولسي خلګ د لوږي او ستونزو سره مخ دي.
د اقتصادي پوهانو په خبره چي افغانستان ته په تېرو څلورو کلنو کي په دومره اندازه پيسې راغلي خو بيا هم د افغان وګړو په ژوند کي د پام وړ تغير نه دئ راغلی او خلګ د فقر، لوږي او بې وزلۍ سره لاس او ګريوان دي.
د اقتصاد د برخي پوهان دغه حالت د انديښنې وړ بولي او په خبره ئې که حالت همداسي دوام وکړي نو افغان وکړي به تر دې هم د زياتو ستونزو سره مخ سي .
بايد وويل سي، چي سپيني ماڼۍ د يکشنبې په ورځ هم د واشنګټن پوسټ سره په خبرو کي ويلي وو، چي د امريکا له خوا د افغانستان د وګړو سره سوي مرستي د ط..البانو شخصي جېبونو ته تللي او ولس ورڅخه بې برخي سوی دئ. د هغوی په خبره چي داسي شواهد ئې موندلي، چي د امريکا له خوا د افغان وګړو سره مرسته سوي پيسې تر هغوی پوري نه دي رسېدلي او د محدودو کسانو لاس ته لوېدلي دي