د ترکيې رسنيو خبر ورکړی، چي د ترکیې دولت ۹۲۲ ټنه بشري مرستي د افغانستان په ختيځ کي د زلزلې ځپلو د لاس نيوي په موخه افغانستان ته لېږلي دي.
د ترکيې د رسنيو په حواله، چي په دغه بشري مرستو کي، غذايي مواد، خيمې، کمپلي او روغيتايي توکي د سې شنبې په ورځ د انقرې څخه د افغانستان په لور لېږل سوي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه بشري مرستي به په کنړ او زلزله ځپلو ولايتونو کي په زيانمنو سوو کورنۍ باندي تقسيم کړل سي.